دينګ شوی شيانګ د کمربند او لارې د پوهنې تمليکي حق درېيمې لوړ پوړې غونډې کې ګډون وکړ
CMG2024/09/12 10:14:16
شريکول:

د کمربند او لارې د پوهنې تمليکي حق درېيمه لوړ پوړې غونډه د سپتمبر په ۱۱مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په وينا کې د دولت رئيس شي جين پينګ يوې خبرې ته په اشارې ويلي، چې د پوهنې تمليکي حق سیسټم د کمربند او لارې په باکيفيته ابادۍ کې مهم رول لري او هيله يې ښودلې، چې هېواد به یې له مختلفو خواوو سره د پوهنې تمليکي حق چارو ته پرمختګ ورکړي او د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ په پار به لا زيات کارونه وکړي.

د کمربند او لارې د پوهنې تمليکي حق درېيمه لوړپوړې غونډه د ورخلاصون، همکارۍ، پرمختګ او ګډو ګټو پر منځپانګې ورټوله وه.