شي جين پينګ د شاان شي ولايت له باو جي ښار او د ګان سو ولايت له تيان شوي ښار څخه لېدنه وکړه
CMG2024/09/12 10:37:14
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لسمې او يوولسمې نېټې د دغه هېواد د شاان شي ولايت له باو جي ښار او د ګان سو ولايت له تيان شوي ښار څخه لېدنې کړې دي.

نوموړی د شاان شي ولايت په باو جي ښار کې د برونزي لوښو نندارتون او د وېهه سيند ايکولوژيک پارک ته ورغلی او هلته يې د تاريخي ځايونو او توکو د ساتنې او پرمختګ او د وېهه سيند د ايکولوژيک خونديتوب جاج اخيستی او مالومات يې ترلاسه کړي دي.

شي جين پينګ د ګان سو ولايت د تيان شوي ښار له فوشي معبد، د مای جي سيمې د نانشان غره د مڼو بڼ او د مای جي غره بودايي سمڅې څخه هم لېدنې کړي او هلته يې د تاريخي اثارو د ساتنې او په غريزو سيمو کې د مېوو د عصري کرنيزو چارو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.