وانګ يي د بريکس له غړو وغوښتل چې د سولې لپاره سالمې ستراتيژۍ جوړې کړي
CMG2024/09/12 15:16:40
شريکول:

د چين د کمنیست ګوند مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر مشر وانګ يي د سپتمبر په ۱۱مه د بريکس پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د همکاريو لپاره نوې لارې چارې او د سولې لپاره سالمې ستراتيژۍ ولټوي.

هغه دا څرګندونې په همدې ورځ د روسیې په سنټ پيټزبورګ ښار کې د بريکس د غړو هېوادونو د لوړپوړو امنيتي چارواکو او د ملي امنيت سلاکارانو په ۱۴مه غونډه کې وکړې.

وانګ يي چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی هم دی، د بريکس نويو غړو ته هرکلی ووايه او ويې ويل چې نړۍ د تزلزل او بدلون يوې نوې مرحلې ته ننوتې ده، بېلابېلې امنيتي ننګونې پېښې شوې، سوله له ننګونو سره مخ ده او د پرمختیايي هېوادونو پر وړاندې زورواکي په ډيريدو ده.

وانګ یي زياته کړه چې د يادو ننګونو پر وړاندې دا مهمه ده چې د بريکس غړي هېوادونه بايد د همکاريو نوې لارې چارې او د سولې سالمې ستراتيژۍ ولټوي. په تېرو اتلسو کلونو کې د برېکس اصولو ورخلاصون، ټولګډونوالي او د ګټې – ګټې همکاريو ته وده ورکړې ده.

وانګ په ټينګار سره وويل چې د بريکس غړي د نړيوالې سولې د ټينګښت، د عامه پراختيا د تقويه، د نړيوالې حکومتولۍ د ښه کېدو او په نړيوالو اړيکو کې د ډيموکراسۍ د ودې د رغنده قوې رول لوبوي. د هغه په خبره چې په نړيوالو چارو کې د بريکس فعال، باثباته او مثبت رول له لا ډير اهميت څخه برخمن شوی دی.

وانګ يادونه وکړه چې بريکس تېر کال د پراخوالي پر لور لوی تاريخي ګام واخيست او په بشپړه توګه یې د دغه ميکانيزم حياتي ارزښت او جذابيت ثابت کړ.

هغه د لوی بريکس د ستراتيژيک اهميت او سياسي اغېزو د ډيرولو او په ورته مهال د خپلواکۍ، پيوستون او ګډې پراختيا، د څو اړخيزتوب د ملاتړ، د مسايلو د سياسي هواري او د عدل او انصاف د ملاتړ غوښتنه وکړه. د پرمختیايي هېوادونو د مشروع حقونو ملاتړ، د نويو غوړيدونکو بازارونو لپاره د پراختيا د زمينې برابرول د بريکس هغه څرګند پيغام دی چې نړيوالې حکومتولۍ ته یې ورکوي.

وانګ يي زياته کړه چې د بريکس د غړو هېوادونو د لوړپوړو امنيتي چارواکو او د ملي امنيت د سلاکارانو ناسته د بريکس د امنيتي او سياسي همکاريو مرکزي ميکانيزم دی. هغه د ستراتيژيکې همغږۍ د تقویه کولو لپاره د دغه ميکانيزم د ټول ظرفيت د کارولو غوښتنه وکړه او دغه راز یې وويل چې د ټولو غړو اساسي ګټې او لویې اندېښنې او د حاکميت اصل بايد په پام کې ونيول شي او نړيوال سيسټم بايد پر عادلانه مسير هدايت کړای شي او د نړيوالې سولې او امنيت د ټينګښت هڅه وشي.

وانګ يي ټينګار وکړ چې چين به د بريکس د مشرتابه په توګه د روسیې د رول بشپړ ملاتړ وکړي، ستراتيژيک تماسونه به ورسره زيات کړي، پراخه اجماع به رامنځته کړي او د کازان سرمشريزې ته به بشپړ تياری ونيسي څو ښې پايلې ترې ترلاسه شي.

د غونډې ټولو ګډونوالو د بريکس د ميکانيزو د ځانګړي او پام وړ رول ستاينه وکړه او ويې ويل چې د بريکس غړي هېوادونه د عدالت اصول ساتلي، د ټولو لورو ګټې یې خوندي کړې او خپل نفوذ یې په تدريج سره پراخ کړی دی.

د غونډې ګډونوالو وويل چې د ګڼ شمېر نړيوالو امنيتي ننګونو په لړ کې د بريکس غړو ته بويه چې له همنظرو شريکباڼو سره نږدې همکاري وساتي، له يو اړخيزتوب سره مبارزه وکړي، څواړخيزه نړۍ رامنځته کړي او د نړيوالو منل شويو اصولو پر بنسټ نظم ټيڼګ کړي، له برابرۍ، عدالت او سولې ملاتړ وکړي.

د غونډې په لړ کې وانګ يي د بريکس او نړيوال سويل هېوادونو تر منځ په ډيالوګ کې هم برخه واخيسته او دغه راز یې د برازيل، مصر، هند، ايران، صربيا او ځينو نورو هېوادونو د لوړ پوړو امنيتي استازو سره په دوه اړخيزو غونډو کې هم ګډون وکړ.

د بريکس د غړو هېوادونو د لوړپوړو امنيتي چارواکو او د ملي امنيت د سلاکارانو ۱۴مه غونډه د نړيوالو امنيتي ګواښونو ضد په مبارزه کې پر ژورو تبادلاتو، له ترهګرۍ سره پر مقابلې، سايبري امنيت، نړيوالې حکومتولۍ او ځينو نورو موضوعاتو متمرکزه وه او دغه راز پکې د بريکس د سږنۍ سرمشريزې لپاره چې د روسیې په کازان کې جوړيږي، اړين سياسي تدابير ونيول شول.