شي جين پينګ عبدالمجيد تبون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CGTN2024/09/12 10:48:01
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۱مې نېټې عبدالمجيد تبون ته د الجزاير د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چين او الجزاير دوديز دوستانه اړيکې لري، په وروستیو کلونو کې يې اړيکو د مشرانو تر لارښوونې لاندې ډېر پرمختګ موندلی،‌ په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ غوړيدلي او په نړيوالو چارو کې يې همغږي او همکارۍ زياتې شوي او دوديزه دوستي يې نوره هم ژوره شوې ده.

شي جين پينګ ويلي، هغه له الجزاير سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر عبدالمجد تبون سره د دواړو هېوادونو د رسمي اړیکو د ټينګېدو د لسمې کليزې په مناسبت خپلمنځي سياسي اعتماد نور هم ټينګ او همکارۍ ورسره ژورې کړي، څو دواړه هېوادونه ښه او روښانه راتلونکی ولري.