د بېجينګ د شيانګ شان ۱۱م فورم پرانيستل شو
CMG2024/09/13 15:44:34
شريکول:

د بېجينګ د شيانګ شان۱۱م فورم د سپتمبر په ۱۳مې نېټې پرانيستل شو. د چين ملي دفاع وزير دونګ جیون د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او مهمه وينا کړې او د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام يې لوستلی دی.

دونګ جیون ياد فورم ته په وينا کې ويلي، بېلا بېل هېوادونه دې يو بل ته درناوی او صادقانه چلند وکړي، د توپيرونو د ساتلو سره هممهاله دې د نورو خواوو نظريې واوري، پرانېستې او ټولشموله لارې دې پرانيزي او د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ او په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

نوموړي ويلي، د چين پوځ نړيوال امنيتي نوښتونه پلي کوي او غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له پوځونو سره په ګډه د نويو امنيتي همکاريزو اړيکو د ټينګولو، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.