لي چيانګ د چين او عربي متحده اماراتو په صنعتي او سوداګريز فورم کې ګډون وکړ
CMG2024/09/13 15:18:16
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۱۲مې نېټې په دوبۍ کې د چين او عربي متحده اماراتو په صنعتي او سوداګريز فورم کې ګډون او وينا کړې ده.

سږ کال د چين او عربي متحده اماراتو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی.

لي چيانګ ويلي، د چين او متحده عربي اماراتو اقتصادي او سوداګريزې تبادلې زرګونه کلونه تاريخ لري او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو تصدۍ د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له نوي فرصت، د خپلمنځي انکشافي ستراتيژۍ د يو ځای کېدو له تګلارې او تخنيکي نوښتونو څخه ګټې پورته کړي.

د عربي متحده اماراتو صنعتي او سوداګريزو استازو د چين د پرمختيايي او بازاري قوتونو لوړه ستاينه کړې او هيله يې ښودلې، چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ پلان په چوکاټ کې په چين کې پانګونې وکړي، د بنسټيزو تاسيساتو، تخنيکي نوښتونو او انرژۍ په برخو کې ورسره همکارۍ پياوړې او متقابلې ګټې ترلاسه کړي.