د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې مشر، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۲مې نېټې په ماسپښين د هېواد د ګان سو ولايت په لان جو ښار کې د ژېړ سيند په شاوخوا سيمو کې د چاپېريال ساتلو او باکيفيته پرمختګ په اړه د يوې مباحثوي غونډې مشري کړې او يوه مهمه وينا يې کړې ده.
نوموړي ويلي، مونږ بايد د ګوند د شلم ملي کانګرېس او د دغه ملي ګانګرېس د درېيمې عمومي غونډې د اړوندو روحيو په رڼا کې د چاپېريال ساتلو او ادارې په ستراتيژيکوغوښتنو سره د اصلاحاتو هراړخيزه ژورتيا پرمخ بوځو، چاپېريال ساتلو ته باید لومړيتوب ورکړو، پر زرغون پرمختګ باید ټينګار ولرو او د ژېړ سيند په شاوخوا سيمو کې د چاپېريال ساتلو او باکيفيته پرمختګ لپاره باید هڅې وکړو.