لي چيانګ د عربي متحده اماراتو له مرستيال ولسمشر سره وکتل
CMG2024/09/13 15:13:50
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۱۲مې نېټې په ماسپښين په دوبۍ کې د عربي متحده اماراتو له مرستيال ولسمشر او صدراعظم محمد بن رشيد المکتوم سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

روان کال د چين او عربي متحده اماراتو د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۰مې کليزې سره برابر دی.

 د چين صدراعظم لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، دواړو هېوادونو له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ ژورې کړي او مثبتې لاسته راوړنې يې موندلې دي. چين د منځني ختيځ هېوادونو سره په اړيکو کې عربي متحده اماراتو ته غوره ځای ورکوي او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه لاسونه سره يو کړي او يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي.

د عربي متحده اماراتو مرستيال ولسمشر او صدارعظم محمد بن رشيد المکتوم د چين د سترو پرمختيايي برياليتوبونو ستاينه کړې او ويلي يې دي، حکومت يې له چين سره اړيکو ته په خورا درنه سترګه ګوري، د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار لري او هيله یې ښودلې، چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو له ۴۰مې کليزې ښه ګټه پورته کړي او اړيکو ته پر له پسې نوي پرمختګونه ورکړي.