د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې له ګان سو ولايت څخه ليدنه کړې دي.
نوموړي د ګان سو ولايتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې د هېواد د لوېديځې برخې د پرمختګ، د ژېړ سيند په شاوخوا سيمو کې د چاپېريال ساتنې او باکيفيته پرمختګ په اړه د ګوند د مرکزي کمېټې تګلارې او ترتيبات دقيق پلي کړي او د پرمختګ د نوې مفکورې په رڼا کې دې کارونه وکړي.
شي جين پينګ د سپتمبر له ۱۰مې نه تر ۱۳مې نېټې پورې د ګان سو ولايت د تيان شوی او لان جو په شمول څو ښارونو څخه ليدنې کړې دي.