ولې په چين کې ډېره بهرنۍ پانګونه کېږي؟
CMG2024/09/13 10:15:12
شريکول:

د چين د پانګونې ۲۴م نړيوال نندارتون د سپتمبر له ۸مې نه تر ۱۱مې نېټې پورې د دغه هېواد په شيامن ښار کې ترسره شو، چې د ۱۲۰ هېوادونو او سيمو نژدې ۸۰ زرو مېلمنو پکې ګډون کړی و.

د مالوماتو له مخې، د دغه نندارتون د ترسره کېدو په ترڅ کې د ۶۸۸ پروژو همکاريز تړونونه لاسليک شوي او د ممکنو پانګونو عمومي اندازه يې ۴۸۸.۹۲ مليارډه يوانه ښودل شوې ده.

ولې په چين کې زياته بهرنۍ پانګونه کېږي؟

کارپوهانو د دغې پوښتنې ځواب په څو ټکو کې رانغاړلی دی.

۱-د چين ستر بازار نړۍ ته لوی فرصتونه برابر کړي دي.

۲- د چين قوي اکمالاتي ځنځيرونو په دغه هېواد کې د بهرنيو تصديو لپاره ځواکمن تضمين برابر کړی دی.

۳- نوښتونه ورځ تر بلې د چيني اقتصاد د پرمختګ مهم خوځنده ځواک ګرځي.

برسېره پر دې، د چين حکومت د بهرنيو پانګونو د راجلبولو په پار لا زياتې اغېزمنې تګلارې ټاکلي او پلې کړې يې دي.