د فلسطین او اسرائیل جګړې اشغال شوې فلسطیني خاورې ته سخت اقتصادي زیانونه رسولي
CMG2024/09/13 10:52:40
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې د سپتمبر په ۱۲مې نېټې يو راپور خپور کړی او د فلسطین او اسرائیل جګړې ته يې پکې اشارې کړې دي.

راپور وايي، د اسرائيل او فلسطين د روان پړاو شخړې له پېل راهيسې، د اشغال شوې فلسطيني سيمې اقتصاد سخت ځپل شوی او ډېر خلک یې زيانمن شوي دي.

راپور وايي، د فلسطین حکومت مالي ثبات تر سخت فشار لاندې دی، ځکه عوایدات يې د کورني تولید د کمېدو، د اسرائيل لخوا د فلسطيني مالیو د بندولو او نړیوالو مرستو د چټک کمښت له امله کم شوي دي.

په راپور کې د فلسطین د اشغال شویو سیمو د بیارغونې، د نړیوالو مرستو او ملاتړ د زیاتولو، د بندو فلسطيني ماليو د خلاصون او د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمولو غوښتنې هم شوې دي.