چين له ۲۲ افریقايي هیوادونو سره د اقتصادي همکاریزو اړیکو چوکاټي تړون لاسلیګ کړ
CMG2024/09/13 15:05:57
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت مسئولينو د سپتمبر په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې هېواد يې له افريقايي هېوادونو سره د ګډ پرمختګ لپاره د اقتصادي همکاریزو اړیکو چوکاټي تړون لاسليک کړی او د پلي کولو لپاره به یې فعالې هڅې وکړي.

چين د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې په ترڅ کې، د اتوپیا، بروندي او استوایي ګیني په شمول له ٢٢ افريقايي هېوادونو سره د یاد چوکاټي تړون په اړه هوکړې ته رسیدلی او له هر يوه هېواد يې سره ياد تړون لاسليک کړی دی.

چین به له افریقايي هېوادونو سره نظر تبادلو ته دوام ورکړي، د يادې سرمشريزې پایلې به ورسره پلې او خپلواک ورخلاصون به ورسره پراخ کړي او د تړون پایلې به یې د دواړو خواوو تصدیو او خلکو ته ګټې ورسوي.