شي جين پينګ د بېجینګ شیانګ شان۱۱م فورم ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2024/09/13 10:39:45
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۳مې نېټې د بېجینګ شیانګ شان۱۱م فورم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، اوسنۍ نړۍ په بې سارو بدلونونو کې روانه ده او هېواد يې د نړۍ د خلکو د هيلو او اميدونو د پوره کولو په پار نړيوال امنیتي تړون تطبیق کوي، د مختلفو خواوو ګډې نظریې راغونډوي او د نړیوالو شخړو د هواري لپاره هڅې کوي.

شي جين پينګ هیله ښودلې، چې د سږني فورم ګډونوال د مساواتو، پرانیستې، ټولشمولې روحیې په لرلو سره متقابل درناوی پياوړی کړي، د نړیوالو امنیتي ننګونو ضد د مبارزې او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره نوي خدمتونه وکړي.

د بېحینګ شیانګ شان۱۱م فورم په همدې ورځ په بېجينګ کې پرانیستل شو.