وانګ يي د ایران د ملي امنيت شورا له منشي علي احمد يان سره وکتل
CMG2024/09/13 15:16:17
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د دې کمېټې د بهرنیو چارو د دفتر مدیر وانګ يي د سپتمبر په ۱۲مې نېټې د روسیې په ساینټ پیترزبورګ کې د ایران د ملي امنيت عالي شورا له منشي علي احمد یان سره کتلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې ایران ته په ستراتيژیک نظر ګوري او اړيکې ورسره پالي، د خپل حاکمیت د امنیت او د ملي درناوي د ساتلو په برخه کې يې له کوښښونو ملاتړ کوي او غواړي د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظریو له مخې يې د خپلمنځي اړیکو ټينګښت وهڅوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوي.

ښاغلي احمدي يان ویلي، د ایران نوی حکومت له چین سره د دوستانه اړیکو ټينګښت ته جدي پاملرنه کوي او غواړي د سوداګرۍ، پانګونې، ډیجټلي ټکنالوژۍ او سیلانۍ په شمول ډېرو برخو کې ورسره همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي پر نړیوال سټېج د چین مسئولانه رویه ستایلې او ويلي يې دي، چې د ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره به له چین څخه متقابل ملاتړ وکړي.