د ايران په جنوب ختيځ کې د ډزې پېښې له امله ۳ کسان وژل شوي او يو کس ټپي دی
CGTN2024/09/14 11:14:47
شريکول:

د ایران د ملي خبري اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۲ مه نېټه د دغه هېواد په جنوب ختيځ سيستان او بلوچستان ولایت کې وسله واله پېښه وشوه، چې له امله يې درې کسان وژل شوي او يو تن نور ټپي شوی دی.

راپور د سيمه‌ییزو مسوولینو له قوله ويلي، چې د دوشنبې په ورځ ماښام يو شمېر نامعلومو وسله والو په ياد ولایت کې د ګازو په يوه سټېشن کې پر سرحدي ساتونکو پوځيانو ډزې وکړې، چې له امله يې درې پوځيان ووژل شول او يو ملکي وګړی ټپي شو.

اوسمهال ځايي قضايي ارګان د يادې پېښې په پلټنه بوخت دی.