د پرمختللي ساينس او ټېکنالوژۍ درېيم کنفرانس د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوالې غونډې له عمده فورمونو څخه دی او د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. په دغه کنفرانس کې لس مهمې ټېکنالوژيکې پايلې خپرې شوې، چې د سپوږمکيو له لارې د سمندري ژغورنو او مرستو نړيوال سيسټم، نازک او ځيرک خوځنده مخابراتي سيسټم او د لوړې تودوخې زغمونکی اطفائيه روبرټ پکې شامل دي، او په ورته مهال د زياتو پروژو د پيل مراسم او د همکاريزو تړونونو د لاسليک مراسم هم تر سره شوي دي.
نوموړی کنفرانس د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ د پياوړتيا نړيوالې ټولنې او د بېجينګ د نندراتونونو ګروپ له خوا په کوربه توب او د (( د ټېکنالوژۍ په رڼا کې ښکلي راتلونکی )) تر عنوان لاندې جوړ شوی او موخه يې د نړۍ د پرمختللو علمي او ټېکنالوژيکو معلوماتو شريک کول، د اړوندو نړيوالو همکاريو پياوړتيا، د نويو سمسورو ټېکنالوژيکو صنايعو روزنه او ګټو ته د علمي او تخنيکي پايلو د سپارلو هڅونه ده. د زياتو هېوادونو کارپوهانو، د حکومتي ادارو استازو، د نړيوالو سازمانونو او ټولنو استازو او بهرنيو شخصيتونو په دغه کنفرانس کې ګډون کړی دی.