د پېچلي او سخت بهرني چاپېريال سره سره، د چين خدماتي سوداګرۍ سالم او دوامدار پرمختګ ساتلی دی. د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوالې غونډې په ترڅ کې د خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ فورم تر سره شوی او په دغه فورم کې ((د چين د خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ راپور ۲۰۲۳ )) خپور شوی دی. دغه راپور ښيي، چې په تېر ۲۰۲۳م کال کې د چين د خدماتي چارو وارداتي او صادراتي ارزښت ۹۳۳ ميلياردو او ۱۲۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۴،۹٪ زيات شوی دی.
((د چين د خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ راپور ۲۰۲۳ )) د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا جوړ شوی او په دغه راپور کې راغلي، چې دغه هېواد د علمي ټېکنالوژۍ، مخابراتو، کلتور، سيلانیزو او پولي چارو په شمول ۱۳ تخصصي برخو کې د خدماتي سوداګرۍ د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره له ۱۳۰۰ زيات ازمويښتي تدبيرونه تطبيق کړي دي.
د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال تانګ ون هونګ خبري رسنيو ته ويلي، چې د روان ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د خدماتي سوداګرۍ اندازه د تاريخي ريکارډونو په پرتله لوړه شوې او په ورته موده کې د خدماتي چارو وارداتي او صادراتي ارزښت ۳۶۰۰ ميلياردو يوانو ته رسېدلی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴٪ زياتوالی ښيي.