د ناروې لومړی وزير: هيله من يم چې په راتلونکو ۷۰ کلونو کې د ناروې او چين ترمنځ اړيکې لا نورې هم ټينګې شي
CGTN2024/09/14 11:17:53
شريکول:

د ناروې لومړي وزير یوناس ګار استوره پدې وروستيو ورځو کې له چين څخه د ليدنې پر مهال چين مېډيا ګروپ ته هيله وښودله، چې د ناروې او چين ترمنځ ۷۰ کلنې ډيپلوماتيکې اړيکې په راتلونکو ۷۰ کلونو کې لا نورې هم ټينګې شي.

له یوناس ګار استوره سره د چين مېډيا ګروپ ياده مرکه له بېجينګ څخه شانګهای ته په يوه ګړندي اورګاډي کې ترسره شوه.

سږ کال د ناروې او چين ترمنځ د سیاسی اړيکو د ټينګېدو ۷۰ مه کليزه ده او دا د ناروې د لومړي وزير په توګه د یوناس ګار استوره لومړی ځل دی، چې چين ته سفر کوي. نوموړي له چين مېډيا ګروپ سره د مرکې پر مهال هيله وښودله، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاپراخې شي.

نوموړي همدارنګه د چين له تاريخ سره علاقه څرګنده کړې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې يې د چين برياليتوب ستايلی او ويلي يې دي، چې هغه په اورګاډي کې له بېجينګ څخه شانګهای ته سفر کوي او له دغه سفر څخه يې د چين عصريتوب احساس کړی دی.