د کومورو هېواد پر ولسمشر بريد شوی
CGTN2024/09/14 11:12:42
شريکول:

د کومورو د ولسمشرۍ  ماڼۍ د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد ولسمشر ازالي اسموماني په همدې ورځ د يوه مشر د جنازې مراسمو کې د ګډون پر مهال تر یوه بريد لاندې راغلی او سطحي ټپي شوی دی.

اعلاميه وايي، چې د ولسمشر ازالي اسموماني وضعيت د اندېښنې وړ نه دی او اوس بېرته خپل کور ته ستون شوی دی.

اعلامیه زیاتوي، چې بریدګر امنیتي ساتونکو نيولی دی.