د سربيا ولسمشر الکساندر وچيچي د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه د دغه هېواد په شمالي زرنجانين ښار کې د چين د ټايرونو تصدۍ د توليدي فعاليتونو د پيل په مراسمو کې وويل، چې دغه پروژه به سيمې ته وده ورکړي او د سربيا او چين ترمنځ به د همکارۍ نښه وګرځي.
وچيچي په خپله وينا کې چين د سربيا همېشنی او مهم همکار او په سربيا کې د يادې چيني تصدۍ فابريکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لويه نښه بللې او په وينا يې، ياده پروژه به د زرنجانين ښار او شاوخوا سيمې اقتصادي وده پياوړې کړي او په دغه ښار کې به لوی بدلونونه رامنځته کړي، دغه راز د سربيا د حکومت مالي عايدات به زیات کړي، چې پدې سره به حکومت وتوانېږي، چې د سړکونو او د اوبو سیسټم د جوړولو پر وړاندې ستونزې هوارې کړي.