د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په دې وروستیو کې رسنیو ته وویل، امریکا دې پر اسرائيل فشار واچوي، څو په غزې کې پوځي عملیات پای ته ورسوي.
ګوټرېش وویل، چې هغه د امریکا په سیاست ښه پوهیږي او په دې باور دی، چې امریکا به داسې ونه کړي، خو هغه بیا هم دا اړينه بولي، چې له امريکا څخه د ياد عمل غوښتنه وکړي. ګوتریش همدارنګه ټینګار کړی، چې د فلسطین او اسرائیلو د مسئلې د هوارې لپاره دې (د دوو هېوادونو طرحه په ښه ډول عملي شي.