سروې: نړيوال د امريکا لخوا د سوداګرۍ نړيوال سازمان له قواعدو سرغړونه غندي
CGTN2024/09/15 11:51:30
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې د امريکا لخوا د سوداګرۍ نړيوال سازمان د قانون د تطبيق په اړه یو راپور خپور کړی، چې له مخې يې امريکا په پرله پسې توګه پر نورو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه لګولي او تبعيضي تدبيرونه غوره کړي او د تعرفو لوړولو له لارې يې د نورو هېوادونو صادرات له خنډونو سره مخ کړي، چې په دې توګه يې څو اړخيز سوداګريز سيسټم له ګواښ سره مخ کړی دی.

د چين مېډيا ګروپ اړوند (CGTN) په انټرنېټ کې پدې اړه یوه سروې ترسره کړې او نتيجه يې ښيي، چې٪ ۹۰.۵۳  ځواب ویونکو د امريکا یو اړخیز تدبيرونه او د سوداګرۍ ساتنې اقدامات غندلي او د امريکا ياده کړنه يې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له قواعدو سخته سرغړونه بللې ده.

د روان کال تر مې مياشتې پورې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سيمو ۲۸۶۸ تصدۍ د امريکا لخوا د بنديزونو په ليست کې شاملې شوې او پدې سره امريکا د نړۍ لومړی هېواد ګرځېدلی، چې پر نورو هېوادونو تر ټولو ډېر بنديزونه لګوي.

د سي جي ټي اېڼ د يادې سروې ٪ ۹۱.۵۵ ځواب ويونکي پدې اند دي، چې د امريکا يواړخيز بنديزونه د نړيوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو خونديتوب ته زيان رسوي.

دا سروې د سي جي ټي اېڼ  په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ویبپاڼو کې خپره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې تر ۶۰۰۰ زياتو کسانو پکې برخه اخيستې او خپل نظرونه يې څرګند کړي دي.