شي جین پینګ د چين د ملي ولسي کانګرس د جوړېدو د ۷۰مې کليزې نمانځغونډه کې وينا وکړه
CMG2024/09/15 14:41:18
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې او د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د سپتمبر د ۱۴ نېټې په سهار د ملي ولسي کانګرس د جوړېدو ۷۰ مې کليزې نمانځغونډه تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه.

نوموړي د غونډې له ګډونوالو غوښتي، چې د هېواد پر اوسنۍ لارې، تیورۍ، سیسټم او کلتور دې ټينګ باور ولري، د ټول بهیر ډيموکراسۍ ته دې وده ورکړي، د ملي ولسي کانګرس نظام دې په ښه توګه وساتي او د پراخولو لپاره يې دې هڅو ته دوام ورکړي، څو په نوې زمانه کې د ګوند او خلکو د اهدافو د پوره کولو لپاره ټینګ اداراتي تضمین برابر کړي.