د سپتمبر په ۱۴ مه نېټه د اسرائيل په ډېرو ځايونو کې له فلسطين سره د جګړې پر ضد لاريونونه شوي دي. لاريون کوونکو له اسرائيلي حکومت څخه غوښتي، چې له فلسطين سره ژرترژره په اوربند هوکړه وکړي، ورسره شخړې پای ته ورسوي او د بنديانو تبادلې وکړي.
د همدې ورځې په شپه ګڼ شمېر ځايي خلکو د ملي بيرغونو او د اسرائيلي بنديانو انځورونو په پورته کولو سره په ميت المقدس کې د دغه هېواد د صدراعظم بنيامين نتنياهو د استوګنځي په بهر کې لاريون وکړ.
په همدې ورځ په تل ابیب ښار کې هم لاريونونه شوي او لاريون کوونکو يې د بنيامين نتنياهو له دندو ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده.