د امریکې د پلټنو فډرالي ادارې د سپتمپر په ۱۵مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې استخباراتي ادارې يې د همدې ورځې په ماسپښین د فلوریډا ایالت په پام بيچ ولسوالۍ کې پر ډونالډ ټرمپ د بريد مخه نېولې او په تړاو يې یو شکمن کس هم نيول شوی دی.
د امریکې د استخباراتې ادارې ویاند يوې خبري ناستې ته ويلي، چې پر ډونالډ ټرمپ د بريد هڅه د همدې ورځې د ماسپښين په یوې بجې او دېرشو دقيقو د ګولف کلب ته څېرمه، چېرته چې نوموړي لوبه کوله، شوې ده.
خبر وايي، پوليسو د دغې پېښې په تړاو يو شکمن کس، چې د تښتې هڅه يې کوله، نيولی دی.
په پېښې کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.