د اردن پاچا غفار حسن ته د نوي حکومت د جوړېدو صلاحيت ورکړ
CMG2024/09/16 11:00:56
شريکول:

د اردن پاچا عبدالله دويم د سپتمبر په ۱۵مې نېټې د نوي حکومت د جوړولو په پار د خپل د دفتر مشر غفار حسن ته صلاحيت ورکړی دی.

د اردن شاهي ماڼۍ په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې پاچا عبدالله دويم د عون الخصاونه په مشرۍ د کابېنې د غړو استعفا پاڼې منلي او غفار حسن ته يې د نوې کابېنې د جوړولو صلاحيت ورکړی دی.

په اردن کې د روانې مياشتې په لسمې نېټې د ۲۰مې دورې پارلماني ټاکنې ترسره شوې، چې په پایلې کې يې اپوزسيون يا (The Islamic Action Front)  ګوند تر ټولو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

 د اردن د اساسي قانون له مخې، د پارلماني ټاکنو له پايلې وروسته باید کابېنه استعفا وړاندې کړي.