د يمن حوثي وسله والو د سپتمبر په ۱۵مې نېټې د اسرائيل په مرکزي سیمو توغندی توغولی دی.
د اسرائيل صدراعظم بنيامين نيتانياهو حوثي وسله والې ډلې ته خبرداری ورکړی، چې د دغې کړنې لويه بیه به پرې کړي.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو د سپتمبر په ۱۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې حوثي وسله والو د همدې ورځې په سهار وختي پر اسرائيل توغندی توغولی، خو د دغه هېواد د دفاعي سيستم له خوا څو ځلې شنډ شوي او ابتدايي پلټنې ښيي، چې ښايي دغه توغندی په هوا کې ټوټې ټوټې شوي وي.
اسرائيل وايي، په دغه توغنديز بريد کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د همدې ورځې د سهار په شپږو بجو او دېرشو دقيقو د تل ابيب په شمول د اسرائيل په ځينو مرکزي ښارونو کې د خطرزنګونه هم غږول شوي دي.