په غزې کې د بې کوره شويو کسانو شمېر دوه ميليونو ته ورسيد
CMG2024/09/16 15:33:39
شريکول:

د غزې رسنيز دفتر د سپتمبر په ۱۵مې نېټې په يوې اعلامیې کې ويلي، چې په سیمې کې د بې کوره شويو کسانو شمېر له ۱ اعشاريه ۹ ميليونو څخه دوو ميليونو ته لوړ شوی دی.

اعلاميه وايي، په غزې کې ۵۴۳ خوندي ځايونه جوړ شوي، خو د ۷۴ سلنې بې کوره شويو کسانو کيږدۍ زړې او خرابې شوي دي او په ۱۳۵ زرو کيږديو کې شاوخوا سل زره کيږدۍ یې بدلېدو ته اړتيا لري.

په اعلاميې کې پر نړيوالې ټولنې غږ شوی، چې له کډوالو او بې کوره شويو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.