د چين او امريکا د دفاع وزاراتونو ترمنځ ۱۸مه کاري غونډه ترسره شوه
CMG2024/09/16 15:43:30
شريکول:

د چين او امريکا د دفاع وزارتونو ترمنځ ۱۸مه دوه ورځنۍ کاري غونډه د سپتمبر په ۱۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پای ته ورسيده.

د چين د مرکزي پوځي کمېټې د نړيوالې پوځي همکارۍ د دفتر مسؤل او د امريکا د دفاع وزارت مرستيال د دې غونډې مشري کړې او د دواړو هېوادونو د پوځي اړيکو، په راتلونکي پړاو کې د پوځي تګ راتګ او د ګډې علاقې وړ نورو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې کړې دي.