له څو اړخيزتوب تر يو اړخيزتوبه؛ متحد ايالتونه نړيواله سوداګرۍ ننګوي
CGTN2024/09/16 14:45:37
شريکول:

د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د چين د سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته د متحدو ايالتونو د عدم پابندۍ په تړاو د ۲۰۲۴م کال راپور خپور کړ چې د سوداګرۍ له نړيوال سازمان سره تعهداتو ته د متحدو ايالتونو د تعهدات جزيات پکې ډاګيز شوي دي. په راپور کې د ياد څو اړخيز سوداګريز سيسټم د اساسي اصولو د نقض په تړاو د ځينو اقداماتو يادونه شوې ده. دغه راز پکې د متحدو ايالتونو له لوري د څو اړخيز سوداګريز سيسټم د له منځه وړلو، د څو اړخيزتوب ضد اقداماتو، په صنعتي پاليسيو کې د دوه ګوني چلند او د نړيوال اکمالاتي ځنځير د زيانمنولو په تړاو اندېښنې هم راپورته شوې دي.

راپور کې وړانديز شوی چې متحد ايالتونه بايد پر خپلو پاليسيو بيا غور وکړي، خپل تعهدات بشپړ کړي، نړيوالو اصولو ته پابند پاتې شي، د څو اړخيز سوداګريز سيسټم د برحال ساتلو لپاره له جمعي هڅو سره ملګري شي او د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د اصلاحاتو له پر مخ بېولو سره مرسته وکړي.

له ۲۰۱۷م کال راهيسې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د رول او د څو اړخيز سوداګريز سيسټم د لاندې کولو لپاره د متحدو ايالتونو پاليسۍ او اقدامات په څلورو کټګوريو کې خلاصه کېدای شي.

د امريکا متحدو ایالتونو د خپلو ګټو د خونديتابه په موخه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د عادي فعاليتونو مخه ډپ کړې وه. دوی د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له لوري رامنځته شوي اصلاحي اقدامات د سوداګرۍ د ملاتړپالنې د وسيلې په توګه کاروي او د ډمپېنګ ضد اقداماتو له لارې د خپلو کورنيو صنايعو د خونديتابه هڅې کوي. متحد ايالتونو د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د استينافي څانګې د نويو غړو د ټاکل کېدو مخه نيولې او په دې سره یې د ياد سازمان عادي فعاليتونه فلج کړي دي.

پر دې سربېره د اقتصادي امنيت په پلمه د بېلوالي او اختلال ستراتيژۍ تقويه کوي. يادې ستراتېژۍ د دوستانو له ملاتړ او نږدې ملاتړ څخه عبارت دي. د ټکنالوژيکي امنيت په نوم یې کوچني انګړونه جوړ کړي او لوی ديوالونه یې ترې چاپېر کړي دي. دغه هېواد د ملي امنيت په نوم پر صادراتو کنټرول پراخ کړی او پر بهرنۍ پانګونې یې څار ډير کړی دی. د دې ادعا بېلګه په تېرع مې مياشت کې د هغه امريکايي چېپ جوړوونکې کمپنۍ د جواز د لغوه کولو پرېکړه ده چې پر هوواوې یې سيمي کنډکټرونه پلورل.

د دې تر څنګ، واشنګټن د کورنيو صنايعو لپاره له توپيري چلند ډکې او ملاتړپالې پاليسۍ پلې کوي. د انفلاسيون د کمولو د مقررې او د چېپونه او علومو د مقررې په څېر قوانينو له لارې کورنيو صنايعو، په ځانګړي ډول د برېښنايي موټرو، سيمي کنډکټرونو او لمريزو هېندارو سکټورونو ته د پام وړ سبسايډي ورکوي.

دا ثابته ده چې متحد ايالتونه په دوامداره توګه د مختلفو ميتودونو په کارولو سره اقتصادي او سوداګريز مسايل سياسي کوي چې پر څو اړخيز سوداګريز سيسټم او نړيوال اقتصاد ناوړه اغېز کوي. د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د استينافي پلاوي د ټاکل کېدو مخنيوی او د نړيوالې سوداګرۍ اصولو ته نه پاملرنه په جدي توګه د څو اړخيز نړيوال سوداګريز سيسټم د کمزوري کېدو سبب شوي دي. دا چاره بيا پر خپل وار سره د سوداګريزو اختلافونو د هواري د مختل کېدو او سوداګريزې ملاتړپالنې سبب شوې ده.

پر دې ټولو د پاسه، د ګواښونو د کمولو په پلمه په نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير کې د متحدو ايالتونو لاسوهنې د بازار نظم او ترتيب ګډوډ کړي دي. دې چارې توليدي او عملياتي لګښتونه لوړ کړي او په نړيواله کچه یې د کارونو د ويش او همکاريو مثمريت کم کړی دی. دغه راز متحدو ايالتونو د ټکنالوژۍ په برخه کې د سلطه پالنې د غځولو لپاره پر ټکنالوژيو ژور محدوديتونه وضع کړي دي. دغو محدوديتونو په نړيواله کچه ټکنالوژيکي تبادلات مختل کړي، په سرحدي ټکنالوژيو کې د پرمختګ خنډ ګرځيدلي او د نړيوالې باثباتې اقتصادي ودې لپاره د اړتيا وړ نوښتونه یې کمزوري کړي دي.

د متحدو ايالتونو د يو اړخيزتوب او ملاتړپالنې سياستونه د نړيوال اقتصاد د ټوټه کېدو او په سوداګريزو ليدلورو کې د پېچلتياوو د ډيريدو سبب شوي دي. د پیسو نړيوال صندوق خبرداری ورکړی چې که د نړيوال اقتصاد ټوټه کېدل په ورته ډول دوام وکړي نو د نړيوال ناخالص توليد کچه به اووه سلنه ورسره را کمه شي.

د متحدو ايالتونو له لوري پلي شوي سياستونه نه يوازې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اساسي ارزښتونو او بنيادي اصولو پر خلاف دي، بلکې د نړيوال اقتصاد د بيا ښه کېدو او انکشاف پر وړاندې هم خنډ دي. د دې لپاره چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان فعاليتونه بېرته عادي حالت ته را وګرځي او نړيواله پايداره اقتصادي وده تقويه شي، ملتونه بايد فعال اقدامات وکړي او نړيوالې اقتصادي همکارۍ پيل کړي.

له څو اړخيزتوب د ملاتړ او د سوداګريزې ملاتړپالنې د مخالفت ټينګه ژمنه اړينه ده. څو اړخيزتوب د نړيوال نظام بنسټ دی او ملاتړ به یې د نړيوال اقتصاد د ثبات او پرمختګ سبب شي.

دغه راز د څو اړخيز سوداګريز سيسټم د اختیار او مؤثريت ساتنه حياتي ارزښت لري. دغه اختيار او مؤثريت په هغه صورت کې ساتل کېدای شي چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان اصلاحات چټک او د اختلافاتو د هواري ميکانيزم فعال شي. دغه اصلاحات به سوداګريز اصطکاک کم او اقتصادي بې باوري به له منځه يوسي او په پایله کې به یې د نويو سوداګريزو اصولو د رامنځته کېدو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي.

بالاخره، دا اړينه ده چې ملتونه او سيمې يو له بل سره تماسونو ته ادامه ورکړي، متقابل باور او همکارۍ پراخې کړي او پر نړيوالو مسايلو لکه پر زرغونې پراختيا او ټکنالوژيکي نوښتونو اجماع ته سره ورسيږي. دا هڅې به د نړيوال اقتصاد د پايدارۍ او د ننګونو پر وړاندې د مقاوم کېدو سبب شي.