د وينزويلا د کورنيو، عدلي او سوله ييزو چارو وزير کابيرو د سپتمبر په څوارلسمې نېټې رسنيو ته ويلي، چې قانون اجرائيوي ادارې يې د کورني ثبات د زيانمنېدو په تور څوارلس بهرنيان نيولي، چې پکې يو امريکايی، دوه هاسپانويان او يو چکي هم شامل دي.
نوموړي ويلي، نيول شويو کسانو کې يو امريکايي پوځي افسر هم شته، چې پخوا يې د عراق او افغانستان په جګړو کې برخه اخيستې وه او اوس يې په وينزويلا کې د ګډوډۍ د جوړولو د يوه مسؤل په توګه د اوسني ولسمشر د مادورو د وژلو دسيسه طرحه کړې وه.
کابیرو ويلي، دوه هاسپانويان د هاسپانيې د استخباراتو ملي ادارې کارکوونکي دي او چکي وګړی بیا د چک جمهوریت پوځي دي.
نوموړي د نورو کسانو د طبیعت په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده، چې د قانون اجرائيوي ادارې يې په عملياتو کې څه باندې څلور سوه امريکايي ټوپکونه هم نيولي دي.
نوموړي د امريکا پر حکومت غږ کړی، چې په دې اړه توضيحات ورکړي.