د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو ۷۵ مې کلیزې د لمانځنې په پار ځانګړی فعالیت د سپتمبر په ۱۴مې نېټې د جرمني په برلین ښار کې ترسره شو.
دغه فعالیت د چین میډیا ګروپ، په جرمني کې د چین سفارت او د چین د ښوونې وزارت د چیني او بهرنیو ژبو د تبادلې او همکارۍ مرکز لخوا په ګډه ترسره شوی، چې پکې څه باندې ۲۰۰ مېلمنو ګډون کړی و او د چین د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي ادارې مرستیال او د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ ورته ویډيويي وینا کړې ده.
د دغه فعالیت په ترسره کېدو سره، په بهرنیو هېوادونو کې ((له چین سره زما کیسې)) تر عنوان لاندې د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۵مې کلیزې په پار ځانګړي فعالیتونه شروع شوي دي.