د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ اته شپيتمه غونډه د سپتمبر په شپاړسمې نېټې د اتريش په پلازمېنې ويانا کې ترسره شوه.
په دغې غونډې کې د چين د اټومي انرژۍ ملي ايجنسۍ مرستيال مدير ليو جينګ هم ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چين د اټومي انرژۍ د پرمختګ د پياوړتيا ملاتړ کوي او د نړيوالو ننګونو د مخنيوي په برخه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکاري غواړي.
ليو جينګ په خپلې وينا کې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو په اړه د جاپان له ناوړو کړنو سره بيا مخالفت څرګند کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د څارنې خپلواک او اغېزمن ميکانيزم جوړ کړي او د نړيوالو روغتيا او سمندري چاپېريال دې خوندي وساتي.