په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۶مې نېټې د فلسطین او اسرائیل مسئلې په اړه د امنیت شورا یوې مباحثوي غونډې ته وينا کړې او له امریکا یې غوښتي، چې په مسئولانه ډول اسرائیل د امنیت شورا د پرېکړې پلې کولو ته وهڅوي او په غزې کې خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي، څو فلسطینیان د ژوند هیلو ته ورسيږي.
ښاغلي ګنګ شوانګ ویلي، چې امریکا د څو ځلو لاسوهنو له امله، د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک له خنډونو سره مخ و او تر اوږده ځنډ وروسته تصویب شو، خو اوس اسرائیل د امریکا د یواړخیز ملاتړ په ډاډ د امنیت شورا پرېکړه لیک نه پلی کوي.
چین له امنیت شورا ملاتړ کوي، چې د اسرائيل او فلسطين د جګړې د ژر پای ته رسېدو او په سیمې کې د سولې او ارامتیا لپاره نور زیات اغېزمن تدبیرونه ونیسي.