د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيواله غونډه د سپتمبر په ۱۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پای ته رسيدلې او نژدې زر لاسته راوړنې يې خپلې کړې دي.
د دې غونډې د اوفلاين نندارتون په ګډونوالو تصديو کې د بهرنيو تصديو ونډه له ۲۰ سلنې څخه زياته ښودل شوې ده.
معلومات ښيي، دغه غونډه د تړونونو د لاسليک او پانګونې په شمول ۷ برخو کې نږدې زر لاسته راوړنې لري، چې ډېری یې په ساختماني، پولي چارو، سوداګريزو خدمتونو پروژو پورې اړونديږي.
د دې غونډې په څنډه کې د نړيوالو همکاريزو پروژو د مذاکراتو او پېژندنې ۵۶ فعاليتونه هم ترسره شوي، چې له بهرنيو تصديو سره د چيني تصديو د اړيکو ټينګولو ۱۰ فعاليتونه هم پکې شامل دي.