د کوسوو په مرکزي يا منځنۍ برخه کې د پریستینا سیمې کورواکه اداره څو ورځې مخکې د دغه هېواد په شمال کې د سربیايي قوم د چارو ارګان ته په زور ننوتلې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستلې ده.
د کوسوو پولیسو ۴ سربیايي وګړي نیولي او د سربیا دولتي بانک کې يې د سربیا پیسې هم خپلې کړي، چې له امله يې د کوسوو وضعیت بیا ترینګلی شوی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۶مې نېټې د کوسوو د وضعیت په اړه رسنیو ته ویلي، چې هېواد يې د سربیا حاکمیت او د خاورو بشپړتیا ته درناوی کوي او په دې اند دی، چې د کوسوو د پريستينا کورواکې سیمې کې باید د سربیايي قوم د خلکو امنیت او قانوني حقونه تضمین شي. اړوندې خواوې باید صمیمي او رغنده خبرې وکړي او په فعاله توګه باید د کوسوو مسئلې د حل لپاره دایمي لایحه برابره کړي.