درېیو غونډو د جنوبي سمندرګي د وضعيت په اړه نښې ورکړي
CMG2024/09/17 15:27:34
شريکول:

د جنوبي سمندرګي مسئلې په تړاو درې مهمې غونډې ( د چين او فليپين د دوه اړخيز مشورتي ميکانيزم د پلاويو د مشرانو ملاقات، د بېجينګ د شانګ شان ۱۱ م فورم او د جنوبي سمندرګي د اړوندو خواوو د عملونو اعلاميې د پلي کولو لپاره د چين او اسيان هېوادونو ۲۲مه لوړ پوړې غونډه) د سپتمبر له۱۱ مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په وار ترسره شوې او د ډېرو پاملرنه يې راګرځولې ده.

 يادې درې غونډې نه يوازې پر جنوبي سمندرګي پسې تړاو لري، بلکې دا نښې نښانې يې هم ورکړي، چې امنيت او ثبات او د ډيالوګ له لارې د کشالو هوارول د سيمې له ګډو هېلو او ګټو سره سمون لري.

چین او فليپين په دوه اړخیزو لېدنو کې د سيمې د موجودو مسئلو او په تېره بيا د سابينا شوېل پرښې په هکله د نظريو صادقانه تبادلې کړې دي.

چين د جنوبي سمندر په اړه پر خپل دريځ ټينګار لري او پر فليپين يې غږ کړی، چې سمدلاسه له يادې پرښې څخه خپله بېړۍ وباسي او د دې ترڅنګ یې دا هم ويلي، چې هېواد به یې (( د جنوبي سمندرګي د اړوندو خواوو د عمل اعلاميه )) جدي او اغېزمنه پلې کړي او په ورته وخت کې یې د خپل ملي حاکميت د ساتلو خبر هم ورکړی دی.

فليپيني ډيپلوماتانو پر ټولنيزو رسنيو له چينایي لوري سره د لېدنې ويډيو خپره کړې او پکې يې ويلي، چې له چينايي سیالانو سره يې صميمي نظر تبادلې کړې دي.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د فليپين د يو اړخيزو کړنو له امله په سيمې کې اوسنی کړکيچ راپورته شوی دی. د چين لوري د سيمې د سولې او امنيت ساتلو په پار هېله ښودلې، چې له فليپين سره د خبرو اترو او مشورو له لارې کشالې هوارې کړي.

فليپين باید ځيرکې پرېکړې وکړي او ژر تر ژره باید خپلې ناسمې کړنې سمې کړي، خپلې  ژمنې دې پوره او ياده اعلاميه دې پلې کړي او له چين سره دې خبرې اترې وکړي.

حقيقتونه ددې څرګندويي کوي، چې خبرې اترې د اوسنيو مسئلو د حل و فصل لپاره ښه او مناسبه لاره ده او مقاومت او لمسون کوونکې کړنې به يوازې د اوسني وضعيت د خرابېدو لامل وګرځي.

په ورته وخت کې د يادو غونډو ګډونوالو د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې د لويو هېوادونو د مسؤليتونو په باب هم بحثونه کړي دي.

فليپين په تېرو څو میاشتو کې څو ځلې د جنوبي سمندرګي د چين په ژن اې پرښې په شمول په ځينو پرښو او ټاپوګانو کې لمسون کوونکې کړنې ترسره کړي او هڅې کوي، هلته خپلې بېړۍ ځای پر ځای کړي.

د فيليپين د دغو لمسون کوونکو کړنو تر شا د امريکا لاس دی.

امريکا د جنوبي سمندرګي مسئلې کې لاسوهنې کوي او خپلې ګټې پکې لټوي او فليپين هڅوي، چې د چين پر وړاندې لمسون کوونکې کړنې ترسره کړي.

د امريکې او د فيليپن د دغو ناوړو کړنو له امله د سيمې وضعيت خړپړ شوی دی.

د بېجينګ په شانګ شان فورم کې چينايي ګډونوالو يو ځل بيا د جنوبي سمندرګي په هکله خپل دريځ بيان کړی او له امريکايي استازو څخه يې پوښتلي، چې واشنګټن هر وخت د امنيت ساتنې په پلمه اسيا او ارام سندر سيمې کې لاسوهنه کوي، خو ايا اوس دغه سيمه ارامه ده او که له ثباته وتلې ده؟ ولې امريکا خطرناک ځايونه د چين په شاوخوا سيمو کې رامنځته کوي؟

د چيني پلاوي له يادو پوښتنو سره هممهاله د غونډې ګډونوالو چکچکې وکړې.

د فليپین د نړيوال امنيت د څېړنيز مرکز رئيس لو وان وي دغه فورم ته په وينا کې ويلي، چې هېواد يې ډېر مخکې د چين په اړه دوستانه تګلاره غوره کړې، خو اوس د لوېديځو هېوادونو له لوري کنټروليږي او د چين ضد پاليسۍ پلې کوي.

نوموړي ويلي، مونږ باید پر امريکايي لارو چارو نه، بلکې د اسيان هېوادونو په لارو چارو ډيپلوماتيکې تګلارې عملي کړو .

 د سينګاپور دفاع وزير هونګ يونګ هونګ هيله ښودلې، چې چين او فليپين د جنوبي سمندرګي په هکله خبرو اترو ته ادامه ورکړي، څو ټولې خواوې له سولې څخه برخمنې شي.

نوموړي ويلي، لوی هېوادونه بايد د نړيوالو کشالو او د سيمه ييزو تودو مسئلو د لرې کولو لپاره لازيات مسؤليتونه پرغاړه واخلي او له خپلو مسؤليتونو څخه باید تېښتې ونه کړي.

په جنوبي سمندرګي کې د یوې سوله يیزې، دوستانه او همکاريزې سيمې ابادي د ټولو هېوادونو ګډه هيله ده.

 چين به د دغې موخې د ترسره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او فليپين باید ډېر ژر خپلې ناسمې کړنې سمې کړي، د سيمې له نورو هېوادونو سره باید ګډو نظريو ته ورسېږي او د خپلو ملي ګټو لپاره باید سمې پرېکړې وکړي.