مسعود پزشکیان: ایران لا هم د اټومي مسئلې هراړخیز تړون ته ژمن دی
CMG2024/09/17 11:15:22
شريکول:

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سپتمبر په ۱۶مې نېټې په تهران کې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد یې د ذروي وسلو د پرمختګ نیت نه لري او لا هم د اټومي مسئلې هراړخیز تړون ته ژمن دی.

نوموړي د ولسمشرۍ تر لوړې وروسته، په همدې ورځ لومړۍ خبري ناسته ترسره کړې او رسنیو ته یې ویلي، چې ایران د ذروي وسلو د تولید پلان نه لري او یوازې د اړتیاوو له مخې تخنیکي پرمختګ کوي.

پزشکيان په ټینګار ويلي، که امریکا او ځیني اروپايي هېوادونه د اټومي مسئلې د هراړخیز تړون د تطبیق ژمنه وکړي، نو ایران به یې هم پلی کړي.