د سپوږمۍ اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ يا سي اېم جي هنري ننداره د سپتمبر د ۱۷ مې نېټې په ماښام په اتو بجو خپره شوه.
سپوږمۍ اختر د چين له دوديزو اخترونو څخه دی او د چيني کلتور له مخې د ټاټوبي د يادونې او د کورنيو غړو د يو ځای کېدو معنا ورکوي. سي اېم جي له ډېرې عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې د سږني سپوږمۍ اختر په وياړ هنري ننداره ډيزاين کړې، څو نړيوال لېدونکي د چيني سندرو، نڅاوو او اوپيراګانو په ګډون له ډول ډول هنري پروګرامونو څخه خوندونه واخلي او د چيني کلتور په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د معلوماتو له مخې دغه هنري ننداره د چين په شمال ختيځ د لياو نينګ ولایت په شن يانګ ښار کې ترسره شوه.
شن يانګ ښار شاوخوا ۲۳۰۰ کلن تاريخ لري او په لارو او کوڅو کې يې تر ۱۵۰۰ ډېر تاريخي او کلتوري ځايونه شته دي.
شن يانګ ښار د چين ولسي جمهوريت په صنعتي تاريخ کې ډېر ريکارډونه جوړ کړي دي.
د يادې هنري نندارې يو شمېر پروګرامونه د شن يانګ ښار ځانګړتياوې څرګندې کړي او ځيني پروګرامونه يې په دغه ښار کې د امپراتورۍ ماڼۍ، د شن يانګ ولایت موزيم او د چين د صنايعو موزيم په ګډون ۱۳ تاريخي او کلتوري ځايونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.