مسعود پزشکيان له چين سره د ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا هيله ښودلې
CMG2024/09/17 15:46:04
شريکول:

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د ولسمشر په توګه د نوموړي د ټاکل کېدو او لوړې وروسته خپله لومړۍ مطبوعاتي غونډه د سپتمبر په شپاړسمې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې تهران کې ترسره کړې ده.

نوموړي د چين ميډيا ګروپ خبريال پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې ويلي، چې ايران به له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو پياوړتيا ته دوام ورکړي.

پزشکيان ويلي، ايران له چين سره ښې اړيکې لري او د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د توپيرونو په ليرې کولو او جوړجاړي کې يې د چين منځګړيتوب د سيمه ييزې همغږۍ مهم ګام بللی دی.

 نوموړي ايران د چين هراړخيز ستراتيژيک ملګری ياد کړی او په خبره یې، تهران به له بېجينګ سره اړيکې پياوړې کړي او د اړوندو تړونونو د تطبيق لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.

مسعود پزشکيان د ايران او چين ترمنځ د همکاريو د زياتوالي هيله ښودلې ده.