په سپوږمۍ اختر کې د چينايانو دودونه
CRI2024/09/17 15:29:48
شريکول:

نن د سپتمبر ۱۷مه نېټه ده، چې د چين د کرنيزې جنترۍ د ۸مې مياشتې له ۱۵مې نېټې يا سپوږمۍ اختر سره برابر ده.

د سپوږمۍ اختر د چين يو مهم دوديز اختر دی، چې چينايان یې په درشل کې د کورنۍ له غړيو سره يو ځای کيږي.

چينايان سپوږمۍ اختر په بېلا بېلو بڼو لمانځي، د بېلګې په توګه هغوی د سپوږمۍ کيکونه خوري او د سپوږمۍ او د څراغونو ننداره کوي  او يو بل ته يې مبارکي او د ښه ژوند هيلې وړاندې کوي.

راځئ!  په دغې ويډيو کې د چين د سپوږمۍ اختر ځانګړې لمانځته وګورئ!