د اروپايي ټولنې د کمېټې رئيسې ون دېرليون د سپتمبر په ۱۷مې نېټې د دې کمېټې د نوې دورې د غړو د نوماندۍ ۲۶ کسیزه لېست اروپايي پارلمان ته وړاندې کړی او تر منظورۍ وروسته به يې خپور کړي.
نوموړې په همدې ورځ د فرانسې په سټراسبورګ کې خبري رسنيو ته ياد لېست ښودلی، چې پکې شپږ تنه د دې کمېټې د اجرائيوي رئيس د مرستیالانو په توګه نومول شوي، خو په تېر کې يوازې ۳ کسان د دغې کمېټې د مرستيالانو په توګه دندې ترسره کولې.