د مالي د امنيت او ولسي دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د يوه ترهګريز بريد دسیسه شنډه کړې او د پلازمېنې باماکو وضعيت يې تر کنټرول لاندې راوستلی دی.
اعلاميه وايي، ترهګرو د همدې ورځې په سهار وختي د باماکو ښار پر ځینو حساسو ځايونو او په تېره بيا د دغه ښار په جنوب ختيځ کې پر فارادي پوځي ښوونځي برید کړی، خو ځواکونو یې ورته ماتې ورکړې او پر شا يې تمبولي دي.
په اعلاميې کې له ځايي اوسېدونکو هم غوښتنه شوې، چې ويښ واوسي او پر وخت دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د ترهګريزو ډلو په تړاو کره او هم شکمن معلومات وړاندې کړي.