په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو له امله ۹ کسان وژل شوي
CMG2024/09/18 10:41:29
شريکول:

د لبنان روغتيا وزير فراس الابیض د سپتمبر په ١٧مې نېټې رسنیو ته ويلي، چې د همدې ورځې په ماسپښین د لبنان په ګڼو ځايونو کې پېجرونه چاودلي، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ٢٨٠٠ نور ټپيان شوي دي.

الابیض ويلي، په وژل شویو کسانو کې يو ماشوم هم شامل دى او زياتره ټپيان پر لاسونو ټپي شوي دي.

نوموړي په ټپيانو کې د ۲۰۰ کسانو وضعيت نازک ښودلی دی.

په لبنان کې د ایران سفارت په همدې ورځ یوې اعلامیې کې ويلي، چې سفیر يې مجتبی اماني د پېجر چاودنې کې ټپي شوی او وضعیت يې ښه ښودلی دی.

د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې د پېجرونو د چاودنو پړه پر اسرائيل ور اچولې او ويلي يې دي، چې اسرائيل باید د دغې کړنې بیه پرې کړي.