ستاسو د قوت اندازه د سيالانو له لوري ستاسو د درولو لپاره له اخيستل کېدونکو ګامونو ښه لګېدل کيدای شي. څومره چې پياوړي کيږی، سيالان به مو هغومره په بېلابېلو لارو په شاتګ ته د مجبورولو هڅې کوي.
په وروستيو اونيو کې په لويديځو رسنيو کې د چيني اقتصاد د ماتېدو په تړاو د ليکنو او سرليکنو غوغا جوړه ده.
د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي ناستې هغه اړين اصلاحات تاييد کړل چې پر بنسټ یې د اقتصاد ډول د شلمې پېړۍ له اقتصادي ماډل څخه د ډيجيټل تولیدي بنسټ لرونکي اقتصاد ته اوړي او د خدماتو عرضه ورسره تقويه کيږي. ياد اصلاحات د دې لپاره هم ډيزاين شوي چې د ټولنې په ټولو برخو کې د عامې هوساينې خوريدل تقويه کړي.
د اقتصاد د بيا تنظيمولو د برياليتوب خپلواک معيار د متحدو ايالتونو او اروپا له لوري له اخيستل کېدونکو ګامونو ښه ترلاسه کېدای شي. که متحد ايالتونه او اروپا په رښتيا هم پر دې ډاډمن وای چې چيني اقتصاد مات يا له ستونزو سره مخ دی نو د سوداګريزو خنډونو رامنځته کولو، د تعرفو لوړولو، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د رول نفې کولو او د دغه سازمان د سبوتاژ هڅو ته اصلاً اړتيا نه وه.
لويديځ هېوادونه د چين د اقتصادي ودې پر وړاندې دا ټول خنډونه د دې لپاره رامنځته کوي چې دوی د چين د اقتصادي ودې لوړې کچې اندېښمن کړي دي. د دوی له اقداماتو داسې ښکاري چې دوی به د چين د اقتصادي ودې د کمزوري کولو لپاره له هېڅ څه مخ ونه ګرځوي.
له يوې لسيزې ډيرې مودې مخکې، چين د اقتصادي او اغيزناکو برېښنايي موټرو د توليد لپاره يو مصمم مسير رامنځته کړ. پايله یې دا شوه چې اوس د هرې اقتصادي وړتيا لرونکو مشتريانو ته د برېښنايي موټرو بېلابېل انتخابونه موجود دي. دغه برېښنايي موټر په لويديځ کې د توليدي موټرو په پرتله په ډيزاين، چلند او ځانګړتياوو کې خورا غوره دي. تر دې وروستيو پورې لويديځو موټر جوړوونکو د برېښنايي موټرو پر ټېکنالوژۍ جدي پانګونه نه کوله.
داسې يوه اقتصاد ته ځواب چې په ډيريدونکي ډول پر پرمختللي توليد تکيه دی، د درنو يو اړخيزو تعرفو لګول دي چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له اصولو سره هېڅ راز مطابقت نه لري. دغه احساساتي غبرګون د پرمختللي توليدي اقتصاد په پراختيا کې د چین لويو برياليتوبونو د شتون څرګندوی دی.