په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د سپتمبر په ۱۷مې نېټې د فلسطين مسئلې په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې يوې بېړنۍ ځانګړي غونډې ته په وينا کې پر اسرائيل غږ کړی چې د نړيوالې ټولنې غږونه واوري او سمدلاسه پر فلسطيني خاورو تېری پای ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړې چې پر دغو خاورو د تېري پای ته رسول د اسرائيل انتخاب نه بلکې فانوني مسؤليت دی. دغه راز پر دغو خاورو د تېري ختمول د تاريخي بې عدالتۍ سمول او د سوله يیز بنسټ د ايښودلو کړنه هم ده. د ده په وينا د دواړو هېوادونو د لايحې پلی کول د فلسطين مسئلې د حل وفصل لپاره يوازينې لاره او د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه هم ده.