پوتين په يوه فرمان کې د روسیې د پوځي افسرانو او سرتيرو شمېر زيات کړی
CMG2024/09/18 15:33:20
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۱۶مې نېټې يو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې يې د دغه هېواد د پوځي افسرانو او عسکرو شمېر يو اعشاريه پنځو ميليونو ته پورته کړی دی.

کريملين ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د ولسمشر پوتين په فرمان کې د روسیې د وسله والو ځواکونو شمېر ۲ميليونه، ۳۸۹ زره او ۱۳۰ تنه ښودل شوی، چې په دې جملې کې يو اعشاریه پنځه ميليونه يې پوځي افسران او سرتيري دي.

خبر وايي، د پوتين ياد فرمان به د روان کال د ډسمبر په لومړۍ نېټې نافذ شي.

بلخوا د اوکراين هوايي پوځ په همدې ورځ خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د روانې مياشتې د ۱۵مې نېټې له شپې څخه د ‍۱۶مې نېټې تر سهاروختي پورې پر اوکراين هوايي بريدونه کړي دي.
د اوکراين پوځ وايي، په همدې مودې کې يې۵۶ بې پېلوټه الوتکې د روسيې پر لور لېږدولي دي.