د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند د مجيد انصاري د سپتبمر په ۱۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې منځګړي په غزې کې د اوربند لپاره کوښښونه کوي او د ښکېلو لوريو ترمنځ د نظر تبادلې لاره لا نه ده بنده شوې.
نوموړي ويلي، قطر د منځګړي په توګه په غزې کې د کشالو د کنټرول او سيمې ته د شخړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره هڅې کوي.
انصاري هيله ښودلې، چې منځګړي هېوادونه به يادې موخې ته ورسيږي او د کشالې د ښکېلو خواوو ترمنځ به منځګړيتوب وکړي.
په غزې کې د اسرائيل او حماس ترمنځ پر روانې شخړې يوولس مياشتې واوښتې، خو تراوسه ښکېلې خواوې پر اوربند نه دي سره سلا شوي. که څه هم د قطر، مصر او امريکا په شمول څو هېوادونو د دغې کشالې د ختمېدو لپاره هڅې کړي، خو کومه غوڅه پايله یې نه ده ورکړې.