د اټومي نړيوالې اېجنسۍ ۶۸مه غونډه د سپتمبر په ۱۶مې نېټې د اتريش په پلازمېنې ويانا کې ترسره شوه، چې د چین د اټومي دولتي ادارې مشر ليو جينګ هم پکې د يوه پلاوي په مشرۍ ګډون او وينا کړې ده.
روان کال په دغې اېجنسۍ کې د چین د شاملېدو له څوارلسمې کاليزې سره برابر دی.
ښاغلي ليو جينګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، د چين پرمختګ له نړيوال پرمختګ څخه نه شي بېلېدای او نړيواله سمسورتيا هم د چين هڅو ته اړتيا لري.
نوموړي ويلي، چين په عمل کې په نړيوالو اټومي همکاريو کې د دغې اېجنسۍ له کليدي رول څخه ملاتړ کوي او زياته کړې يې ده، چې هېواد به یې د نړيوالو دواملرونکو پرمختيایي فرصتونو او ننګونو پر وړاندې له دغې اېجنسۍ او غړو هېوادونو سره به یې يو ځای څو برخو کې د اټومي انرژۍ د سوله ييزې کارونې او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.
۱-چين به د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ سره د ذروي امنيت د ګډې ساتنې، کنټرول او شريکولو لپاره ګډې هڅې وکړي، د ډول ډول عنعنوي او نوي ذروي امنيت او تضمين او د اټومي وسلو د خپرېدو په برخو کې به ورسره د چېلنجونو او ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او د ذروي صنعت د برابرونکي ځنځير امنيت به ورسره په ګډه تامين کړي.
۲-چين به د ذروي تخنيک د نوښت، د اټومي څېړنيزو تأسيساتو او لابوراتورونو د شريکولو په برخه کې له نورو هېوادونو سره ګډې همکارۍ وکړي، څو ګډ نوښت رامنځته او ګډ پرمختګ وموندل شي.
۳- چين به د اټومي انرژۍ له پرمختګ څخه د نړۍ د پرمختیایی هېوادونو د ګټې اخيستلو، د عصري کېدو او دواملرونکي پرمختګ د پرمخبېولو لپاره د يادې اېجنسۍ له غړو سره ګډې هڅې وکړي.