په سولې کې د بېجینګ شیانګ شان فورم رغنده رول
CMG2024/09/18 12:33:18
شريکول:

د بېجینګ شیانګ شان غر په مني کې زړه راښکونکې منظرې جوړوي او د ونو رنګينو پاڼو يې د خلکو پاملرنه راجلب کړې وي او ګڼ سیلانيان یې لېدنې ته ورځي.

د بېجینګ شیانګ شان سږنی فورم هم په مني کې ترسره شو، چې د نړیوالو پاملرنه یې راخپله کړې ده.

د بېجینګ شيانګ شان فورم د چین لخوا په ۲۰۰۶م کال کې جوړ شوی او اوس هر کال يو ځل ترسره کيږي او د نړیوال امنیت او دفاع په برخه کې د بحث نړيوال ډګر ياديږي.

سږ کال د بېجینګ شیانګ شان ۱۱م فورم د سپتمبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شو، چې پکې د څه باندې سلو هېوادونو، سیمو او نړیوالو ارګانونو دفاعي چارواکو او کارپوهانو ګډون کړی و او د ګډونوالو شمېر يې د پخوا په نسبت ډېر زیات او ډېری لوړ پوړو چارواکې پکې برخه اخيستې وه.

د فورم ګډونوالو د سولې د راوستولو او د روښانه راتلونکي په عنوان بحثونه کړي دي.

دغه فورم ته امریکې، روسیې، اوکراین، اسرائیل، ناټو او اروپايي ټولنې هم خپل استازي لیږلي وو او په ګڼو موضوعاتو يې بحثونه او نظر تبادلې کړې دي.

د فورم د ګډونوالو له نظرونو او خبرو داسې ښکارېده، چې مختلفې خواوې په اوسنۍ ترینګلې نړۍ کې د امنیت او خوندیتوب د همغږۍ غوښتنه لري.

د بېجینګ شیانګ شان فورم د بېلا بېلو خواوو لپاره د متقابل تفاهم د زیاتوالي او خپلمنځي همکاريو د لټولو په اړه یو اغېزناک ډګر برابر کړی دی.

په دغه فورم کې د روسیې او اوکراین د استازو ګډون ډېر د یادولو وړ دی.

 د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ایټالیې لومړۍ وزیرې  جیورجیا میلوني هیله ښودلې، چې چین د روسیې او اوکراین شخړې د پای ته رسولو لپاره د همغږۍ رول لوبوي.

 دا دې ښکارندويي کوي، چې نړیوال د چین رغنده رول ته سترګې په لار دي.

که څه هم روسیې او اوکراین دغه فورم ته چارواکي نه، بلکې کارپوهان لیږلي وو، خو د دواړو خواوو دغه غیرحکومتي تماس هم ښه پیل ګڼل کېږي او د راتلونکي ممکنو اړيکو لپاره یې ګټور فرصت برابر کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت يوه پلاوي په دغه فورم کې برخه اخيستې وه، چې په دې سره د دغه فورم ستراتيژیک ارزښت نور هم زیات شوی دی.

په روان کال کې د چین او امریکې د ځواکونو ترمنځ تبادلې مخ په زیاتېدو دي او په همدې کال کې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ کاري غونډه او د سمندري پوځي امنیت د همغږۍ په چوکاټ کې د کاري ګروپونو غونډې یې په وار سره ترسره شوي دي. د دې ترڅنګ، د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان هم په تېر اګست کې چین ته لومړی سفر کړی و او برسیره پر دې، د دواړو هېوادونو د ځواکونو د جنګي سیمې قومندانانو هم د روانې میاشتې په ۱۰مې نېټې ټلیفوني خبرې اترې کړې دي. نو په دغه فورم د چین او امریکا پلاویو ترمنځ تبادلو هم د نړيوالو پاملرنه راخپله کړې ده.

 د بېجینګ شیانګ شان فورم ډېرو هېوادونو ته د لوېديځ د ورته فورمونو په پرتله د غږ پورته کولو ښه ډګر بلل کېږي.

 د بېجينګ د شيانګ شان د سږني فورم په څنډې کې ((د سراسري جنوب او د نړۍ د سوله ییز پرمختګ )) تر عنوان لاندې یو لړ فراعي غونډې هم ترسره شوي، چې د کوچنیو او منځنیو هېوادونو او د پرمختللو هېوادونو ترمنځ د مساوي ډیالوګ او د اړوندو همکاريو د لټولو فرصت یې برابر کړی دی.

د بېجینګ شیانګ شان سږنی فورم (( په ګډه به سوله راوالو او له روښانه راتلونکي څخه به ګډې ګټې اخلو)) په عنوان ترسره شو.

اوسنۍ نړۍ د بې ساري بدلونونو په حال کې ده او ټول انسانان د امنیت او خونديتوب ګډ برخلیک لري. چین د نړیوالې سولې د بنسټ ايښودونکي په توګه، د ګردې نړۍ د امنیت  وړاندیز تطبیق کوي، ګډې نظریې راغونډوي او د جنګ ښکېل لوري او مختلف هېوادونه سولې ته هڅوي.

کارپوهان د چين همدغه چارې د بېجینګ شیانګ شان فورم د اغېزو د زیاتېدو مهم لامل بولي.